کندهار ښاروالۍ د اولي ناحیې په بېلابیلو برخو د زینتي ګلانو د ایښودولو چاري ترسره کړې

د پسرلي د رارسېدو سره سم د کندهار ښاروالۍ د سرسبزۍ آمریت د ښار ښکلا او سمسورتیا په موخه د اولي ناحیې اړوند له سردارمدد خان څلور لاري څخه بیا تر شهیدانو څلور لاري پوری د سړک په منځني ګلدان او څلور لارو شاوخوا کي موسمي او زینتي ګلان د ایښودولو چاري په منظم ډول ترسره کړي دي.
درنو ښاریانو!
له تاسو هیله کیږي، چي د دې زینتي ګلانو، نهالانو او زرغونو ساحو په ساتنه او پالنه کي له کندهار ښاروالۍ سره پوره همکاري وکړي، ترڅو زموږ ښار یو ښکلی او زرغون چاپیریال ولري.