کندهار ښاروالۍ د نورزو شابرج او يخ کاريز وصلېدونکي سړک د قيريزي کولو چاري راپيل کړې!

web_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۱:۵۷
سړک قيريزي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کي داځل د ښار په دوهمه ناحيه کي د نورزو شابرج او يخ کارېز وصلېدونکي سړک د قيريزي کولو چاري راپيل کړې.

د ياد سړک په وصل کېدلو سره به د کندهار ولايت ډنډ ولسوالي، پنجوايي ولسوالي او د کندهار ښار جنوبي برخه به په ډېره لنډه فاصله کي د ښار د مرکزي نقطو سره وصل سي او هم به د ښکار پور دروازې پر سړک د ترافيکو ګڼه ګوڼه ختمه سي.

د ياد سړک ټولي رغنيزي چاري به ډېر ژر بشپړي سي او د ترافيکو پرمخ به ګټي اخيستني ته وسپارل سي.

د همدې مهم او اساسي وصلېدونکي سړک په رغولو سره د سيمي خلګو او د همدې لاري تلوونکو کسانو زياته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ د دې مهم ګام څخه يې ځانګړې مننه وکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د نورزو شابرج او يخ کاريز وصلېدونکي سړک د قيريزي کولو چاري راپيل کړې!