کندهار ښاروالۍ د ښار پر قصابانو باندي کنټرول او نظارت ترسره کړ!
د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو تنظيم امريت، د امنيه قمندانۍ په همکارۍ د ښار پر قصابانو باندي د نرخونو د کنټرول او نظافت ساتلو په موخه نظارت ترسره کړ.
په ياد کمپاين کي ټولو قصابانو ته سپارښتنه وسول چي د نظافت پوره خيال وساتي او هم به د ښاروالۍ د نرخنامې وعملي کولو ته پوره توجو کوي.
د يادوني وړه ده چي ټولو قصابانو ته توسيه وسول چي پرغوښو باندي د زراعت رياست ټاپه هم وهي.
د سرغړوني په صورت کي شرعي او قانوني چلند ترسره کيږي بيا حق د شکايت نلري.
