کندهار ښاروالۍ د ښار په ۸ ناحيه کي د پنج آب ويالې غاړي سړک د قيريزۍ کولو چاري راپيل کړې!

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۹:۲۲
بیار غونه

کندهار ښاروالۍ د خپلو پرمختیايي او انکشافي فعالېتونو په دوام داځل د ۸ ناحیې اړوند د پنج آب ویالې پرغاړه د عمي ډامبر څخه شروع بيا تر نارنج مېني پوري د غځېدلي سړک د قيريزۍ کولو چاري پيل کړې.

دا سړک چي تقریباً ۵۰۰ متره اوږدوالۍ او ۱۰ متره پلنوالۍ لري چي څه موده مخکي يې رغنيزي چاري پيل سوي وې چي اوس فعلاً يې د قيريزۍ کولو چاري پيل سوې او ډېر ژر به ياد سړک د ترافيکو پرمخ ګټي اخيستني ته وسپارل سي.

د دې پروژې له لاري هره ورځ ۳۰ کسانو ته په فني او غیري فني ډول د کار کولو زمینه هم برابره سوې ده.

د همدې سړک په رغولو سره د سیمي اوسېدونکو زیاته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړی مننه وکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروالۍ د ښار په ۸ ناحيه کي د پنج آب ويالې غاړي سړک د قيريزۍ کولو چاري راپيل کړې!