کندهار ښاروالۍ د ښار په ۸ ناحيه کښي د پنج آب ويالې پر غاړه د يو مهم سړک د اساسي رغولو چاري پيل کړي دي!

کندهار ښاروالۍ د خپلو پرمختیايي او انکشافي فعالېتونو په دوام داځل د ۸ ناحیې اړوند د پنج آب ویالې پرغاړه د عمومي ډامبر څخه شروع بيا تر نارنج مېني پوري د غځيدلي سړک د اساسي رغولو چاري پيل کړې.
دا سړک چي تقریباً ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري تيره هفته کي يې رغنيزي چاري پيل سوي دي او پاته کارونه به يې د يوې هفتې په موده کښي پای ته ورسيږي.
د دې پروژې له لاري هره ورځ ۲۰ کسانو ته په فني او غیري فني ډول د کار کولو زمینه هم برابره سوې ده.
د همدې سړک په رغولو سره د سیمي اوسېدونکو زیاته خوښي وښودل او د کندهار ښاروالۍ څخه ئې ځانګړې مننه وکړل.