کندهار ښاروالۍ په (۸) ناحیه، اول ګذر کښي د محلي شورا ګانو جوړولو مجلس ترسره کړئ!
شنبه ۲۰ / ۳ / ۱۴۰۲ ه ش کال.
په دې مشورتي مجلس کښي د نوموړي ناحیې څخه د مشورتي شورا وکیل، داړوند ګذر وکیل او د همدې سيمي مشرانو او ځوانانو ګډون کړئ وو.
لومړی د کندهار ښاروالۍ د شوراګانو عمومي مدیر عبدالرحمن رحیمي وینا وکړل، د وینا په پیل کښي د ټولو محلي شورا ګانو مسؤلینو او د محل اوسېدونکو ته ئې ښه راغلاست ووایه او د دوئ له ګډون څخه ئې مننه وکړل، ور پسې ئې د محلي شوراګانو مسؤلینو، د ګذر وکیلانو او مشرانو ته ئې د محلي شوراګانو پرګټور توب او اهمیت باندي رڼا واچول او د داسي مجالسو جوړول ئې مهم وبلل او زیاته ئې کړل، چي د محلي شوراوو د جوړښت هدف د دولت او ولس ترمنځ اړیکه قائيموي او د ښاروالۍ مهم هدایات تر اولس پوري رسوي.
په پای کي د محلي شوراګانو لپاره جلا جلا غړي؛ لکه رئیس، معاوين، خزانه دار او منشي وټاکل سول اوهم ورته د مسؤلیتونو او صلاحیتونو په اړه معلومات ورکول سوه.
