کندهار ښاروال د ښاروالۍ له روانو پروژو څخه نظارت ترسره کړئ!

د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب او د ښاروالۍ سکټوري رئيس مولوي نورالباقي خادم په ښار کي د ښاروالۍ له روانو پروژو څخه نظارت ترسره کړئ.
د ياد نظارت په جريان کي ښاروال صاحب د پروژو له ساختماني چاروڅخه دنژدې څارنه وکړل او اړوند انجينرانو ته يي لازمي او مهمي سپارښتني وکړې.
د يادوني وړده چي ښاروال صاحب په ښار کي د هغه تخريب سوو سړکونو او هغه ځايونو څخه هم څارنه وکړل چي عام ښاريانو يې شکايتونه کړي وه، چي له جملې څخه يې يو هم د عبدالله کارتې په سرکي تخريب سوی پلچک وو چي عملا يي د رغولو چاري پيل سوې.