کندهار ښار کي دښار پاکولو په موخه عمومي اشر پيل سو !

د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب په خاص هدايت د ښار پاکولو په موخه عمومي اشر پيل سو.
دا اشر چي دښار د ۱۵ ناحيوو د تنظيف کاريګرو په واسطه ترسره کيږي تقريبا ۱۰۰ تنه کاريګر به هره ورځ کار کوي.
دغه اشر به تقريبا يوه مياشت دوام وکړي، په نتيجه کي به يې د ښار ټولي چرۍ، پاتابونه او کانالونه په مکمل ډول له کثافاتو څخه پاک سي او هم به هغه کثافات چي له ډېره وخته ندي پاک سوي او انتقال سوي ټوله به پاکيږي او ټاکل سوو ځايونو ته به وړل کيږي.
ګرانو ښاريانو! د ښار پاکول هغه وخت ښه نتيجه ورکوي چي پاک وساتل سي، نو ستاسو محترمو ښاريانو څخه غوښتنه کوو چي د خپل کورونو، دوکانونو او کار ځايونو کثافات په ټاکل سوو ځايونو کي واچوي تر څو د ښاروالۍ د تنظيف پرسونل يې په آسانۍ او پر وخت انتقال کړي