کندهار ښاروالۍ به په نژدې راتلونکي کښي د ښاريانو د ستونزو او مشکلاتو د اورېدلو په خاطر ګرځنده مرکز فعاله کړي!
کندهار ښاروالي به خپلو ښاريانو ته د لا ښه خدمت په منظور او د ښاريانو شکاياتو ته پر وخت د رسيدګۍ په خاطر په نژدې ورځو کښي ګرځنده مرکز فعاله کړي.
د ياد مرکز د فعاله کولو په موخه د ټولو ناحيو د باصلاحيته استازو سره مجلس ترسره سو.
