د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا د غیري قانوني اعلاناتو د پاکولو لړۍ جريان لري!

mohammadi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۷
کمپاين

کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا یو ځل بیا د ښار په بېلا بیلو ساحو کښي؛ لکه: اول او دوهم دوراهي، کابل اډه او د عېنومېني د ننه او د باندي ساحو کښي د هغو اعلاناتو د پاکولو لړۍ جريان لري، کوم چي د ښاروالۍ د تثبیت سوو ځایونو پرته د ښار پر دیوالونو، پایو، ډبرو او د برق پر خادو باندي ځړول سوي او لیکل سوي وې.

د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا ټولو درنو ښاریانو ته خبر ورکول کیږي، چي ددې کمپاین څخه وروسته که چیري د دوهم ځل لپاره داسي اعلانونه ولیدل سي، مسؤلین به يې قضايي او امنیتي ارګانونو ته معرفي کیږي، بیا څوک حق د شکایت نه لري.

د یادوني وړه ده ، چي د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت کاري پرسونل له خوا به نور هم د هغو اعلاناتو د پاکولو هڅي جریان ولري، کوم چي د مشخصو ځایونو پرته لیکل سوي او ځړول سوي وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا د غیري قانوني اعلاناتو د پاکولو لړۍ جريان لري!