کندهار ښاروالۍ د ښار په دوهمه ناحيه کښي د مرکزي دارالافتاء شاته سړک د فرايم کوټ طبقې چاري راپيل کړې!

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په لړ کي دا ځل د ښار په دوهمه ناحيه کښي د مرکزي دارالافتاء شاته سړک د فرايم کوټ طبقې چاري راپيل کړې.
دغه سړک چي د آب رسانۍ رياست مخته سړک د نظامې محکمې د سړک سره وصل کوي څه موده مخکي يې د رغولو چاري راپيل سوې چي ډېر ژر به يي د قيريزي کولو چاري هم بشپړي سي