کندهار ښاروالي د ښار د ۱۵ ناحيوو اړوند ټولو ګذر وکيلانو سره د ښار پاکولو په خاطر د عمومي اشر کولو په اړه مجلس ترسره کړئ
د ژمي په رارسېدو سره د کندهار ښاروال مولوي عبدالله روحاني صاحب په ځانګړي لارښوونه دښار د پاکوالي په موخه د ګذر وکیلانو سره د عمومي اشر دترسره کولو لپاره مجلس ترسره سو.
دغه مجلس چي د کندهار ښاروالۍ د شوراګانو په عمومي مدیریت کي ترسره سو، د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر، د شوراګانو عمومي مدیر، شکایتونو ته د رسیده ګۍ مدیر او د ښار د ناحیو اړوند ګذر وکیلانو ګډون درلود.
د ښاروالۍ مسؤلینو په خپلو ویناوو کي څرګنده کړه، چي راتلونکې اوونۍ به د ښار د ټولو ګذرونو په کچه د ښار د پاکوالي په موخه دوه ورځنی عمومي اشر ترسره سي.
ددې اشر موخه د ښار د ګذرونو اړوند د چريو، سړکونو، پاتابونو او کانالونو په بشپړه ډول سره پاکول دي او ددې اشر له لاري به ټول هغه کثافات چي له اوږدې مودې راهیسي نه دي پاک سوي، ټول سي او ټاکل سوو ځایونو ته به انتقال سي، ترڅو د ښار چاپیریال لا پاک او منظم سي.
په پای کي د ټولو ګذر وکیلانو څخه غوښتنه وسوه ، چي خپلو اړوند ولسونو ته د اشر دترسره کولو خبر ورکړي، ترڅو ددې اشر په بریالیتوب کي فعاله ونډه واخلي. همدارنګه راغلو ګذر وکیلانو د ښاروالۍ دغه نوښت وستایه او د هر ډول همکارۍ ژمنه ئې وکړه.
