کندهار ښاروالي د ۱۵۱۹ متره په طول ۸ متره په عرض د یوه سړک د جوړوني چاري راپیل کړي دي

کندهار ښاروالي د رغنیزو پروژو په دوام د ښار دد یارلسمي ناحیې اړوند په عرفان ګذر ساحه کي د ۱۵۱۹ متره په طول ۸ متره په عرض د یوه سړک د جوړوني چاري راپیل کړي دي.
ددې سړک تر څنګ د ۱۷۲۴ متره په طول او ۰،۸۰متره په عرض یوه چرۍ هم په اساسي توګه سره جوړیږي او تر څنګ یې ۲۰۰ داني سلبونه ددې پروژې په پلان کي شامل دي او هم ۳ پلچکان هم ددې پروژې په جریان کي جوړیږي چي هر پلچک د ۸ متره په طول او ۰،۵۰متره په عرض دی ددې پروژې په جریان کي زیات شمیر خلګو ته د کار کولو زمینه برابره سوې ددې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمي اوسېدونکو ته بهتره ښاري اسانتیاوي رامنځته سي.