نن یک شنبه دکندهار ښار لسمه ناحیه د افغانانو د ستر ملی دود حشر کوربه سوه.

دکندهار ښار د لسمي ناحیې وکیلانو ، اوسیدونکو او په زیات شمیر ځوانانو نن د حشر دملی دود په را ژوندی کولو کښی یو وبل ته دورور ولۍ غیږه ورکړه اوپه ګډ اتفاق سره یې دخپلي ناحیې ډیري برخي دیوه لوی حشر په ترڅ کښی پاکی کړلې .
د لسمي ناحیې یاد اوسیدونکي چی نن دخپلې ناحیې واټونوته راوتلي وه او د افغانانو دسترملی دود حشر په راژوندی کولو کښی ونډه اخیستې وه په یاد حشرکښی یې ډیره خوښي څرګندول وویل چي دحشر دملی دود په دې کار سره به یی هم ملی دودونه پاللي وي اوهم به یې یاد حشر ژوندی ساتلی وي.
دوی همدارنګه په ټولو ښاریانو ږغ وکړ چي د ښار ټول اوسیدونکي باید په خپلو ساحوکښی ملي حشرونه وکړئ ترڅو دپاک ښار او صفاچاپیریال څخه برخمن سوی یو .
وروسته دکندهارښاروالۍ دلسمي ناحیې امر فیض الله ((ناصر )) چی په یاد حشر کشي یی د سیمي د اوسیدونکوسره ملتیا کول د سیمي داوسیدونکو څخه دمنني ترڅنګ وغوښتل چی لکه څنګه چی تاسو نن په حشر کښي د ښاروالي سره پوره ونډه واخیستل ددې سره په څنګ
کښی په نورو مهمو برخو کښی دخپلي ښاروالۍ سره همکاره سئ ترڅو په ګډه مو کندهارښار پاک ساتلی وي.