کندهار ښاروال:- ساختماني شرکتونه دي کار په شفافیت او اخلاص سر ته ورسوي موږ ورسره د فساد په لمنځه وړلو کي همکاري کوو.

کندهار ښاروال انجنیر محمد رفیع حیات د ولسي تړون د ولایتي مسؤل، د همکاره مؤسسې(HRDA) مسؤلینو او د اړوندو ساختماني شرکتونو د استازو او مسئولینو سره په دایر کړې غونډه کي یا دي څرګندوني وکړې.
کندهار ښاروال د اړوندو مسئولینو سره په خبرو کښي وویل په کار کي سالم رقابت، متقابل احترام، او د چارو د ښه پر مخ بېولو دپاره واضح میکانیزم جوړول د شرکت لخوا چي باید کار ته پرمختګ ورکړي ډیر مهم دئ, ددې تر څنګ کندهار ښاروال د شرکتونو مسئولینو ته په خبرو کښي وویل"ستاسو د ستونزو د حل لپاره به موږ یوه ځانګړې کمیټه جوړوو تر څو وخت پر وخت ستاسو ستونزو ته رسیده ګي وسي" ښاروال د شرکتونو د مسئولینو وغوښتل چي د خپلو ساختماني چارو او پروژو د ښه ترسره کولو په برخه کي دي د کار کیفیت ته خاصه پاملرنه وکړي او.په ښه او معیاري توګه سره دي پروژې سرته ورسوي.
ددې ترڅنګ ښاغلي حیات زیاته کړه چي د فساد په مخنیوي کي شرکتونه او ښاروالي باید په ګډه همږغي او همکاري ولري کندهار ښاروال د خپل طرفه د پوره همکاري ډاډ ورکړ چي د فساد په وړاندي به کلکه مبارزه کوي وروسته د ولسي تړون ولایتی مسئول، د همکاره مؤسسې (HRDA) مسئولینو او د اړوندو شرکتونو د استازو او مسئولینو د خوا هغه ستونزي او خنډونه یو په یوه یاد سوه کوم چي دوئ ورسره لاس او ګرېوان وه. د مجلس د پریکړې او د کندهار ښاروال لخوا د کمیټې د جوړېدو په عرصه کښي چي د شرکتونو د مسئولینو څخه به هم یو تن غړی ولري ټولو ته د خوښۍ وړ موضوع وه او پر همدې موضوع فیصله وسوه چي د ښاروالۍ لخوا به ټاکل سوې کمیټه ددوی ستونزي حلوي.