د کندهار ښاروالي د تنظیف پرسونل په تېرو درو میاشتو کښي ۴۹۳۷۸متره مکعبه کثافات د ښار څخه انتقال کړي دي .

د کندهار ښاروالي د تنظیف پرسونل د دې ترڅنګ چي د ښار د پنّځلسو ناحیو څخه یې پروخت کثافات انتقال کړي دي،۱۳۶۵کېلومتره چرۍ یې هم د موجوده کثافاتو پاکه کړې ورسره په څنګ کښي یې د WFP مؤسسې په همکاري په نهمه ناحیه،لسمه ناحیه او دولسمه ناحیه کښي د ۴۲۰تنو لخوا عمومي ماندونه،ویالې او چرۍ هم پاکي کړي او لایې هم دپاکوني چاري رواني دي . د کندهار ښاروالي د تنظیف مدیریت د خپلو ښاریانو لپاره د ښار پاک ساتلو په منظور چي کثافات یې پروخت انتقال کړي،ځانګړې ټلیفوني شمیره هم اعلانوي ترڅو د اړتیا پر مهال ورسره ښاریان اړیکه کښي سئ. ځانګړې ټلیفوني شمیره:ـ ۰۷۰۷۰۰۰۹۰۱