د شکایتونو څېړلو او حل کولو کمېټې نوبتي مجلس ترسره کړی.

web_admin
Sat, Mar 08 2025 10:14 AM
د شکاياتو د رسيدني کميټې مجلی

د کندهار ښاروالۍ اړوند دښار اوسېدونکو شکایتونو ته د رسېدني او حل په موخه د شکایاتو څېړلو او حل کولوکمېټې خپل نوبتي مجلس ترسره کړی. په دې مجلس کي د ثبت سوو شکایتونو په اړه هر اړخیز بحث وسو او دحل لپاره لازم ګامونه ونیول سول.

یاده کمېټه په اوونۍ کي دوه ځله، د دوشنبې او چهارشنبې په ورځو کي خپل رسمي مجلسونه ترسره کوي. هغه شکایتونه چي ښاروالۍ ته رسيږي د کمېټې له خوا په تفصیل سره څېړل کیږي او دحل لپاره ئې اړین او غېزناک اقدامات ترسره کیږي. په همدې اوونۍ کي، د تیري دوشنبې او چهارشنبې په ورځو، یادي کمېټې د ۵ ثبت سوو بېلابیلو شکایتونو ارزونه کړې او د حل لپاره ئې اړین تدابیر نیولي دي.

دغه کمېټه د دعوت ارشاد آمریت، د داخلي تفتیش آمریت، پلان او انکشاف آمریت او د انضباط شهري مدیریت په همږغۍ سره رامنځته سوې ده.

د دې کمېټې اساسي موخه دا ده چي د خلګو ستونزي او شکایتونه په خپل وخت، د شفافیت او مسلکي ژمنتیا له مخي وڅېړل سي او د حل لپاره ئې مؤثري کړني ترسره سي، دا به د ښاروالۍ د خدماتو په اړه د خلکو باور او اطمینان لا زیات کړي او یوه هوسا فضاء به رامنځته کړي

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

د شکایتونو څېړلو او حل کولو کمېټې نوبتي مجلس ترسره کړی.