د ونو او بوټو ګټي د اسلام او طبیعت له نظره!

mohammadi_admin
Wed, Feb 22 2023 12:40 PM
نيالګي کښينول

وني او نباتات د اکسیجن په چمتو کولو کي مهم رول لري . وني سوځل سوئ ګاز (کاربن ډای اکسايډ ) ځان ته کشوي او په بدل کښي یې د انسانانو لپاره تازه اکسیجن چمتو کوي. او همدا رنګه وني د هوا په صفا کولو کي مهم رول لري .

د ونو ګټي یوازي د انسان لپاره هم نه دي بلکي له حیوانه تر مرغانو يې ټولو ته فایده رسیږي حیوان هم خپله ګیډه ځني مړوي او هم یې د سيوري څخه کار اخلي. مرغان هم خپلي ځالي په کي جوړوي او خوراک ترې کوي . انسانان هم د سون لپاره لرګي لاسته راوړي او هم د کورونو په جوړولو کښي ترې ګټه اخلي.

د مسند احمد حدیث دی:

ام مبشر ویل چي رسول الله ص وویل : که چا نهال کيښود یا یې کښت وکړئ بیا که انسان ، ځناور ، حیوان یا هم مرغه خوراک ترې وکړي : د هغې لپاره صدقه ده.

د مسلم حدیث دی:

جابر (رض) ویل چي رسول الله (ص) وویل : هيڅ مسلمان نهال نه ږدي مګر چي هر څه ځني خوړل کيږي هغه يې صدقه ده څه چی ترې غلا کیږي هغه یې صدقه ده، څه چي ځناور خوري دا يې صدقه ده، څه چي مرغان ترې خوري هغه یې صدقه ده او هیڅوک کمول نه ترې کوي مګر د ده لپاره به صدقه وي.

د بخاري شریف حدیث دی.

انس بن مالک (رض) روایت کړئ دی چي رسول الله( ص) ويل : هیڅ مسلمان نیالګي نه ږدي چي بیا انسان او حیوان ترې خوراک وکړي مګر ده ته به هغه صدقه وي.

د ونو او ځنګلونو ګټي:

  1. وني او ځنګلونه د حیواناتو د پایښت ، زیاتوب او خوندیتوب لپاره ډیره ګټه لري.
  2. د ونو د يو شمير موادو څخه طب پوهان په طبي درملو کښي کار اخلي.
  3. د انسانانو لپاره د سون توکي برابره وي.
  4. د ودانیو په جوړولو کښي ترې ګټه اخیستل کيږي.
  5. وني او څنګلونه د سیمي د هوا په بدلون کښي مهمه ونډه لري.
  6. د ونو له پاڼو د اوبو بخارات هواته وزي نو په هوا کښي د لندوالي او نم تناسب ساتي او هوا نه خوشکیږي . همدا بخارات چي لوړ ولاړ سي نو د وریځو په جوړولو کښي مرسته کوي او د باران امکان زیاتوي.
  7. که چیري په یوه سیمه کښي څنګلونه شتون ونه لري نو د باران تيزي اوبه ځمکه ورسره وړي او د موجوده غذايي موادو څخه هم ځمکه بې برخي کوي.
  8. که چیري په یوه سیمه کښي څنګلونه شتون و لري نو د سیلابي اوبو په وړاندي د ونو ريښې ځمکه ټینګوي او د همدې ريشو او د ځنګل په برکت د اوبو د څپو مخنیوئ کوي او خلک یې له شره خوندي کيږي .
  9. که چیري په یوه سیمه کښي څنګلونه شتون و لري نو چټک بادونه هم ځمکي ته زیان نه رسوي.
  10. پوهان وايي چي يوه پنځه کلنه ونه د (25) کسانو اکسیجن تولیده وي.
  11. څنګلونه په غرونو، غونډیو او ځنګلي علاقو واوري ژر ولیدو ته نه پريږدي ځمکه لنده ساتي.
  12.  وني او ځنګلونه طبیعي مناظر دي چی پر انساني فطرت ښه لګیږي انسان د باغونو ، ونو او ځنګلونو په لیدلو د خوښۍ احساس کوي.
  13. کله چي خسته سي او په خپل چاپیریال کښي د دیغت احساس وکړي نو د باغ یا ځنګل لور ته وزي او هلته خپله خستګي او ذهني ستوماني لري کوي او د طبیعي منظرو په لیدلو خپل نارمل حالت ته راګرځي . ډاکتران عصبي ناروغانو ته توصیه کوي چي د باغونو او ونو لور ته وزي او خپل طبیعت نارمل وساتي.

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS