د کندهار ښاروالۍ د داوطلبۍ اعلان!
Publish Date
Closing Date
کندهار ښاروالي غواړي چي د ۱۴۰۳ مالي کال لپاره د ترانسپورټ مديريت اړوند د مختلف النوع وسايطو لپاره د ټيرونو او بطړيو د خريدارۍ قرارداد عقد کړي، ټول هغه شرکتونه چي د ياد قرار داد د سرته رسولو وړتيا ولري کولائ سي چي خپل غوښتنليکونه د ۱۴۰۳ مالي کال د ثور مياشتي د ۲ نيټې څخه شروع بيا د ثور مياشتي تر ۲۶ نيټې پوري د کندهار ښاروالۍ د تدارکاتو او قراردادونو آمريت ته وسپاري د آفر تضمين دي مبلغ / ــ ۱۵۰۰۰۰ يو سل پنځوس زره افغانۍ د داوطلبۍ د ورځي څخه مخکي تحويل کړي او د يادو ټيرونو او بطريو تخنيکي اسناد او د آفر فورمې دي د مسؤل کس څخه ترلاسه کړي، داوطلبۍ مجلس د ۱۴۰۳ مالي کال د ثور مياشتي پر ۲۷ نېټه د پنج شنبې په ورځ د سهار پر ۹:۳۰ بجې د تعين سوي هيئت په حضور کښي د تدارکاتو او قراردادونو په آمريت کښي ترسره کيږي.
د لازياتو معلوماتو لپاره زموږ سره پرلاندي شمېرو اړيکه ونيسئ.
۰۷۰۰۷۶۲۳۱۸ / ۰۷۰۴۷۰۷۱۶۰
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت