د کندهار ښاروالۍ مرستیال حاجي رحمت الله: هیڅوک دي پرخپل سر په ښار کي اعمار نه کوي ځکه بیا ښارکي بي نظمي رامنځته کیږي.

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۶/۲۰ - ۹:۲۸
د کندهار ښاروالۍ مرستیال حاجي رحمت الله:ـ هیڅوک دي پرخپل سر په ښار کي اعمار نه کوي ځکه بیا ښارکي بي نظمي رامنځته کیږي.

د کندهار ښاروالۍ له لوري د خپل سري خټو داعماردمخنیوي او دځمکو د غصب څخه دخلاصون په موخه کمیټه جوړه ده چي مشرۍ یې د کندهارښاروالۍ مرستیال حاجی رحمت الله کوي او د کندهار ښار په پنځلسوناحیو کي فعالیت لري،دهمدې کمیټې مشراو دښاروالۍ مرستیال حاجي رحمت الله وایې هیچا ته اجازه نه ورکوي چي څوک پر خپل سراعماروکړي او ځمکي غصب کړي،حاجي رحمت الله وایي هر ښاري کولای سي په قانوني او اصولي توګه سره دکندهار ښار په ټولو برخوکښي کار وکړي او دښاروالۍ اجازه په لاس کي ولري ،د ښآغلي حاجي رحمت الله په وینا دوی دوامداره کمپاین لري او دځمکو د غصب او د خپل سري اعمارونو مخه نیسي نو ددې لپاره چي په کندهار ښار کي بنسټيز اړین او سهولت لرونکي خدمات محیاسوي وي ښه خبره داده چي عام ښاریان په قانوني او اصولي توګه سره دښاروالۍ په چوکاټ کي خپل کارونه منظم تعقیب کړي ترڅو نه ښاریانو ته مشکل جوړ سي او نه هم په ښارکي خپل سري اعمارونه وسي .

د کندهار ښاروالۍ مرستیال حاجي رحمت الله:ـ هیڅوک دي پرخپل سر په ښار کي اعمار نه کوي ځکه بیا ښارکي بي نظمي رامنځته کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۰:۳
Background image

کندهار ښاروالۍ د اتمي ناحیې اړوند په دوهم ګذر کي د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپیل کړي دي.

کندهار ښاروالي د خپلو پراخو پرمختیايي فعالېتونو په لړۍ کي داځل د ښار په ۸ ناحيه، ۲ ګذر کي د یوې چرۍ په شمول د ۶ کوڅو د جوړولو چاري راپيل کړي دي چي اوس مهال د ابوذر غفاري په سیمه کي د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ له لوري د نهال شانۍ پسرلنۍ غونډه ترسره سوه!

کندهار ښاروالۍ د ښار سمسورولو په موخه د نهالانو د ايښودلو غونډه ترسره کړه، چي په کښي د مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله الوصال په ګډون، د کندهار ښاروالۍ تخینکي او سکټوري رئیس مولوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

د نرخونو کنټرول په موخه د نظارت لړۍ جريان لري!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکيټونو تنظیم امريت نن د کندهار ښار د دوو لويو مارکيټونو چي يو د ۵ ناحيي په مربوطاتو کي مهمند مارکيټ او بل د ۷ ناحيي د مېوې مارکيټونو څخه د ترباري د نرخونو. . .

BACK TO NEWS