فضلي احمد وطندوست د کندهار ښاروالۍ د عوایدو او محاسیبې د امر په توګه، فرید احمد د مارکیټونو د تنظیم د امر په توګه او ظفراحمد محمدي د عوایدو مدیریت دعمومي مدیر په توګه وټاکل سول.

یادو کسانو چي د ازاد رقابت دلاري د کندهار ښاروالۍ خالي بستونوته امتحان ورکړی وو یادو بستونوته تر بریالیتوب وروسته یې رسمأ خپلي دندي پيل کړې.
د معرفت په مراسیمو کي دکندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ رئیس عبدالواحدشاه هاشمي،دعوایدو،محاسیبې مالي او اداري چارو رئیس عزیز احمد خالداو د ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي رئيس احمد جاوید میوند ګډون کړی وو، دوی لومړی نوو مامورینوته مبارکي وویل او ښار او ښاریانو ته یې د ښه خدمت کولو په پار لازمي غوښتنې ودرلودلې او په چارو کي یې د خپلو اړخونو څخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
یادو کسانو د کندهار ښاروالۍ مقام له باور څخه مننه وکړه او په وظیفه کښي یې د صداقت او سپېڅلتیا په منظور ډاډ څرګند کړ.
![]() |
![]() |
![]() |
![]() |