خبرتيا!
کندهار ښاروالي غواړي چي د نانوایانو او کلچه پزانو وکالت د ۲۱ /۴ / ۱۴۰۲ هـ ش نیټي څخه بیا تر ۳۰ /۴ / ۱۴۰۲ هـ ش نیټي پوري اعلان ته وسپاري، تر څو پر شرایطو برابر اشخاص ثبت نام وکړي چې د کاندید لپاره شرایط په لاندي ډول سره دي.
د ثبت نام شرایط:
- د افغانستان تابعیت ولري.
- د ۲۵ کلنۍ عمر یې بشپړ کړئ وي.
- د مربوطه کسب هم مسلکه وي او د مربوطه کسب صفا جواز درلودل.
- نیک شهرت ولري او د عدلي او قضایي تعقیب لاندي نه وي.
- عقلي او جسمي روغتیا ولري.
يادونه : ثبت نام د کندهار په ښاروالۍ کښي د رسمیاتو د شروع څخه بیا تر ختم پوري ترسره کیږي.