کندهار ښاروالۍ

web_admin
 کندهار ښاروالۍ

د کندهار ښاروالۍ د تړون د ورکړي خبرتیا!
کندهار ښاروالي په پام کي لري چي د مختلفو وسایطو لپاره د کلچ کیټونو، فلټرانو، روغنیاتو او بریک واشرانو د خریدارۍ تړون د صمیم قاسمي لوجستیکي شرکت سره چي د جواز شمېره ئې(D-04-986) ده، په مبلغ ۵۳۱۰۰۰۰ پنځه میلیونه درې سوه لس زره افغانیو ترسره کړي.
همدارنګه د یوه عراده رولر د خریدارۍ تړون د فیض نظري لوجستیکي او ساختماني شرکت سره چي دجواز شمېره ئې (۶۹۷۷۸)ده په مبلغ ۳۲۰۰۰۰۰ درې میلیونه دوه سوه زره افغانۍ ترسره کړي.
هغه داوطلبان چي په دې برخه کي هر ډول نیوکه ولري، کولای سي خپلي نیوکي له لیکلو دلایلو سره یوځای د دې خبرتیا د نشر له نېټې څخه تر ۵ کاري ورځو پوري د کندهار ښاروالۍ د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو مدیریت ته سلستاً وړاندي کړي.
یادونه: دا خبرتیا د تړون د عقد په معنی نه ده او د یادي مودې او قانوني پړاونو تر بشپړېدو پوري به تړون عقد نه سي

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

کندهار ښاروالۍ

د کندهار ښاروالۍ د تړون د ورکړي خبرتیا!
کندهار ښاروالي په پام کي لري چي د مختلفو وسایطو لپاره د کلچ کیټونو، فلټرانو، روغنیاتو او بریک واشرانو د خریدارۍ تړون د صمیم قاسمي لوجستیکي شرکت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالي په پام کي لري، چي د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه د ښار دوهمي او دریمي نواحیو اړوند د کابل دروازې او ښکارپور دروازې چوکونه پراخ کړي.

ټول هغه اشخاص چي په یادو ساحو کي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د ښاري نظم رامنځته کولو او ښاریانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دکندهار ښاروالۍله لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د څارویو د رانیولو او . . .

Back to announcements

کندهار ښاروالۍ