خبرتیا
د کندهار ټولو دوکاندارانو او ښاریانو د پام وړ !
د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د ښاروالیو قانون د ۱۶۵ مادې د حکم پر بنسټ پیاده رونه د خلګو د تګ را تګ لپاره ځانګړي سوي او عامه ملکیت ګڼل کیږي.
هیڅوک نسي کولای چي پر پیاده رو مزاحمت او موانع ایجاد کړي.
بنآ ټولو ښاریانو ته خبر ورکول کیږي چي پر پیاده رو باندي هر ډول کاروبار، د اجناسو ایښودل او د سایوانونو جوړول په مطلق توګه ممنوع دي.
ددې خبرتیا په ذریعه د راتلونکي اونۍ تر دوشنبې ۱۳۹۹/۱۱/۶ نیټې پوري مهلت در کول کیږي چي د پیاده رو څخه خپلي کوکې، اجناس او سایوانونه انتقال کړئ.
که د ټاکلي مودې وروسته بیا هم پر پیاده رونو باندي هر ډول موانع ولیدل سي د زیربط دولتي اداراتو د ټاکل سوي موظف کمیټې لخوا انتقالیږي او دوباره نه مسترد کیږي د شکایت حق نلري.
په درنښت
د ټاکل سوي مختلط کمیټې لخوا