دکندهار ښاروالي خبرتیا!

km_admin

د کندهار ښاروالي غواړي د ۱۳۹۹ مالي کال انکشافي ،تدارکاتي پلان پر اساس د ښکارپور دروازې د چوک جنوب طرف ته د یخ کارېز او حاجي عر ب د سړکانو د دوراهی څخه د کرز تر عمي زابر پوري د غځېدلي سړک اوله برخه شرق طرف په اساسي ډول د جوړولو پروژه عملي کړي ټول هغه شرکتونه چي د دې قرار داد د سرته رسولو وړتیا ولر ي کولای سي چي خپل غوښتنلیکونه د ۱۳۹۹ کال د میزان د میاشتي د ۲۸ نېتې څخه بیا دعقرب میاشتي تر ۲۰ نیټې د سه شنبې تر ورځي پوري د کندهار ښاروالي د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري، تضمین رسمأ تحویل او بعدأ دافر فورمې او شرطپاڼه دمسؤل کس څخه تر لاسه کړئ .

داوطلبي د عقرب دمیاشتي پر ۲۲ نېټه د پنج شنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوي هیت په حضور کښي تر سره کیږي .

د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره پر لاندي شمیره اړیکه ونیسئ .

۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹

Latest announcements

شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۴ - ۹:۳۸
Background image

خبرتیا

د کندهار ټولو دوکاندارانو او ښاریانو د پام وړ !

د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د ښاروالیو قانون د ۱۶۵ مادې د حکم پر بنسټ پیاده رونه د خلګو د تګ را تګ لپاره ځانګړي سوي او عامه ملکیت . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۹:۲۹
Background image

دکندهار ښاروالۍ خبرتیا:

د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۷م ناحیې د سپین غر ګذر د پروژې پنځم اعلان

د ولسي تړون پروګرام د ۷م ناحیې اړوند د سپین غر ګذر د څښلو د پاکو اوبو د شبکې پروژې د ګذر د پرمختیايې شورا . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

دکندهار ښاروالۍ خبرتیا:

د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۷م ناحیې د صبر ګذر د پروژې پنځم اعلان

د ولسي تړون پروګرام د ۷م ناحیې اړوند د صبر ګذر د څښلو د پاکو اوبو د شبکې پروژې د ګذر د پرمختیايې شورا لخوا . . .

Back to announcements