دکندهار ښاروالۍ خبرتیا:
د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۷م ناحیې د صبر ګذر د پروژې پنځم اعلان
د ولسي تړون پروګرام د ۷م ناحیې اړوند د صبر ګذر د څښلو د پاکو اوبو د شبکې پروژې د ګذر د پرمختیايې شورا لخوا اعلان ته سپارل کیږي. علاقمند او پر شرایطو برابر ساختماني شرکتونه دي په لاندي لینک کي موجود د دواطلبۍ اړوند اسناد تر لاسه کي، عمده فعالیتونه دي مطالعه کي او په شرط پاڼه کی د لیکل سويو لارښوونو او شرایطو په نظر کي نیولو سره دي خپل اسناد او نرخ پاڼي چمتو کي او پر ټاکل سوې نیټې او موقیعت دې د ذکر سوي ګذر او ذیدخلو ادارو څخه جوړي سوي تدارکاتو کمیټې ته وسپاري.
هغه شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د جدي د میاشتي ۲۸ څخه بیا د دلوي تر ۴ پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.
د پروژو داوطلبي به د ۱۳۹۹ کال د دلوي پر ۵ نیټه یعني د 2021 کال د جنوري د میاشتي پر 24 م سهار پر 9:30 بجې سهار د کندهار ښاروالۍ د ۷م ناحیې په امریت کي چې په میرویس مینه کي موقیعت لري ترسره کیږي.
د دواړو ګذرونو د اسنادو تر لاسه کولو لپاره لاندي لینکونو ته مراجع وکئ.