د کندهار ښاروالي خبرتیا!
کندهار ښاروالي غواړي د ۱۳۹۹ مالي کال انکشافي تدارکاتي پلان پر اساس د کندهار ښاروالي په داخل کښي ختیځ طرف ته د موجوده (RCC) تعمیر پر سر د یوه منزل تعمیر د جوړولو پروژه رسمي طی مراحلو څخه وروسته د لمر دامان ساختماني شرکت د رئیس محترم نور احمد سره قرارداد عقد کړي. که هرڅوک د نوموړي شرکت د مسؤلینو سره حقوقي او یا بله کومه ستونزه ولري کولای سي چه د تاریخ ۱/۷/۱۳۹۹ الي ۸/۷/۱۳۹۹ پوري د کندهار ښاروالي د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته تشریف راوړي او خپل اړوند اسنادونه دي حاضر کړي ترڅو په اړه یې وروستي اجراآت صورت ونیسي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمیره اړیکه ونیسي.
شمیره: ۰۷۰۲۵۲۰۳۸۷