د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!
د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۶م ناحیې د ادریس ګذر د پروژې اعلان.
د ولسي تړون پروګرام د ۶م ناحیې اړوند د ادریس ګذر پروژه د ګذر د پرمختیايې شورا لخوا اعلان ته سپارل کیږي. علاقمند او پر شرایطو برابر ساختماني شرکتونه دي په لاندي لینک کي موجود د دواطلبۍ اړوند اسناد تر لاسه کي، عمده فعالیتونه دي مطالعه کي او په شرط پاڼه کی د لیکل سويو لارښوونو او شرایطو په نظر کي نیولو سره دي خپل اسناد او نرخ پاڼي چمتو کي او پر ټاکل سوې نیټې او موقیعت دې د ذکر سوي ګذر او ذیدخلو ادارو څخه جوړي سوي تدارکاتو کمیټې ته وسپاري.
هغه شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د د لوي د میاشتي ۸ څخه بیا د دلوي تر ۱۲ پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.
د پروژو داوطلبي به د ۱۳۹۹ کال د دلوي پر ۱۳ نیټه یعني د 2021 کال د فبروري د میاشتي پر 1 سهار پر 9:30 بجې سهار د کندهار ښاروالۍ د مشورتي شورا به دفتر کي ترسره کیږي.
د اسنادو تر لاسه کولو لپاره لاندي لینک ته مراجع وکئ.