د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

ناپیژنده (not verified)
د کندهار ښاروالی خبرتیا

په کندهار ښار کي د ټولو دکاندارانو،مارکیټونواو منډه یانو د مالکینو د پام وړ!

داچي په ښار کي پياده رونه په عمومي توګه دخلګو دتګ او راتګ لپاره اختصاص سویدي او هیڅوک حق نلري عمومي لاري بندي د دکان اجناس چي د لاري د بندېدو باعث و ګرځي کښېږدي نو په همدې خاطر د افغانستان اسلامي امارت د زیربط مسولینو لخوا یو ګډ کمیسیون موظف سوی ترڅو هغه اشخاص چي دخلګو دتګ راتګ په لاره کښي یې خنډ جوړ کړي وي په ګوته او لاري خلاصي کړي په دې اړه کندهار ښاروالۍ ټولو ښاریانو ته د وروستي ځل لپاره خبر ورکوي چي خپلو دکانونو مخته د اجناسو دایښووني او د لارو په سر باندي یا پیاده رونو باندي د هر ډول کاروبار څخه ډه ډه وکړئ.

له دې وروسته که پر پياده رو باندي شیان یا اجناس و لیدل سول د هغه دکاندار دکان بندیږي کوم چي خپل د دکان مخ یې بند کړی وي اوپیاده رو یي نیولي وي.

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۱۹ - ۱۰:۵۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا !

د کندهار ښار د اولیه خوراکی او غیر خوراکی توکو واریدونکو تحارانو، عمده پلورونکو او دکاندارانو ته د کندهار ښاروالۍ خبرتیا !

د کندهار ولایت د کندهار ښاروالې د ښار ټولو محترمو تحارانو، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۲ - ۱۰:۶
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا !

ګرانو ښاریانو د کندهار ښاروالۍ هیڅ مامور نسي کولای چي د چاڅخه نقدي پیسې اویا تحفې واخلي، کندهار ښاروالۍ ته ځیني اوازې راغلي دي چي یوشمیر کسان د ښاروالۍ د مامورینو په نوم له خلګو پیسې . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهارښاروالي خپل ملکیت ټول دکانونه او بالاخانو چي موقیعتونه چي په لاندي ډول دي.

۱:ـ څوارلسمه ناحیه د عیدګاه جادې شمال طرف ته دکانونه.

۲:ـ څوارلسمي ناحیې اړوند د حضرت جی بابا شمالي او . . .

Back to announcements