د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!
د کندهار ښاروالۍ پلان لري چي د ښار د ښکلا په خاطر د ښار په مرکزي ناحیو کښي پر عمومي واټونو او چوکونو باندي د ډیجیټل اعلاناتو لپاره زمینه برابره کړي، ټول هغه شرکتونه چي په یاده برخه کښي کاري تجریبه لري، او نړیوال سټنډرډ باندي جوړه طرحه او پلان ولري؛ د کندهار ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو امریت سره د روان کال د ثور د میاشتي تر (۲۵) نیټېي پوري رسماً شریک کړي د منظمي طرحي په درلودلو سره به کندهار ښاروالۍ ریاست رهبري د ډیجیټل لوحو د قرارداد په هکله بعدي تصمیم ونیسي د ټولو سټنډرډ شرکتونو څخه کندهار ښاروالۍ احترماً هیله لري چي په یاده طرحه کښي د کندهار ښاروالۍ سره د ښار د ښکلا په خاطر پوره همکاري وکړي.