د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!
دجلالتماب جمهور رئیس د (۱۱۲۴) ۱۵/۵/۱۳۹۹) نمبر حکم په اساس په تجارتي او رهایشي لوړ منزلوکي د ککړو اوبو د تصفیه لپاره د غیر متمرکز سیسټمونو جوړول اجباري سوي دي، ځکه نو کندهار ښاروالي ددغه حکم د تطبیق په خاطر ګرانو ښاریانو ته احترامأ خبر ور کوي چي که کوم اشخاص غواړي چي تجارتي مارکيټونه او رهایشي بلاکونه جوړکړي اړینه ده چي په خپل نقشه کي د اوبو رسولو او کانالیزاسیون ریاست سره په تفاهم تائید د غیر متمرکز تصفیه ځایونو جوړول شامل کړي البته که د ککړو اوبو تصفیه ځای یې په نقشه کي په نظر کي نه وي نیولی د ښاروالۍ لخوا یې نقشه نه ویزه کیږي.