د کندهار ښاروالۍ دجواز مدیریت خبرتیا!
داچي کندهار ښاروالۍ د ښاریانو د لاسهولت په خاطر د ښاروالۍ په مرکز کي د جواز عمومي مدیریت په فعالیت پیل کړی دئ؛ نو محترم ښاریان کولای سي چي د ناحیو ترڅنګ د ښاروالۍ په مرکزي څانګه کي هم دخپل فعالیت صنفي جواز ترلاسه کړي.
یادونه: ښاریان کولای سي د جواز ترلاسه کولو لپاره دغه لارښوني په پام کي ونیسي:
اول: دجواز عمومي مدیریت یوازي تمدید جوازونه نوي کولای سي.
دوهم: که چیري ستاسو جواز باقي وي، نو تاسي حتماً خپل دجواز باقیات تحویل کړي.
دریم: که چیري تاسو د ښاروالۍ او یا ناحیو له طریقه غواړي جواز ترلاسه کړي؛ نو تاسو به له ځان سره یوه عریضه، دوه قطعې عکسونه، یوه د تذکرې کاپي او زوړ جواز ولري.
څلرم: دجواز د فعالیت نېټه دیوه مالي کال لپاره اعتبار لري.
پنځم: جواز د یوشخص له نوم څخه د بل شخص نوم ته دمالي کال په جریان کښي نسي ترسره کیدلی.
شپږم: که چیري د یوشخص د سوداګرۍ ځای معلوم نه وي، نو نوموړی شخص ته په هیڅ صورت سره جواز نه ورکول کیږي.
اووم: هرکسب کار دجواز د لایحې سره سم خپل مبلغ تادیه کولای سي.
اتم: که چیري یو شخص خپل سوداګري د یوې ناحیې څخه بلي ناحیې ته انتقالوي په دې صورت کښي به نوموړی شخص خپلي ناحیې ته خبر ورکوي.
نهم: جواز درلودونکی مکلف دی، چي خپل د دوکان په داخل کي اویا دسوداګرۍ ساحې په داسي ځای نصب کړي، چي و خلګو ته دلیدلو وړ وي.