د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت خبرتیا!

mohammadi_admin
خبرتیا

داچي په کندهار ښارکښي د ښاروالۍ د تثبیت سووځایونو پرته پر دیوالونو، پایو او دبرق پرخادو باندي لوحې ځړول سوي دي اوپر دیوالونو او ډبرو باندي اعلانونه لیکل سوي دي؛ نو لهذا ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کیږي، چي د درو ورځو په جریان کښي خپل اعلانونه لیري کړي دنه لیري کولو په صورت کښي دکندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت له خوا لوحې او لیکل سوي اعلانونه له منځه وړل کیږي.

دکمپاین څخه وروسته که چیري دوهم ځل داسي اعلانونه ولیدل سي قضايي او امنیتي ارګانونو ته معرفي کیږي، بیاحق دشکایت نه لري.

دمعلوماتو شمېره: ۰۷۰۴۲۸۷۹۶۰

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۴:۴۵
Background image

کندهار ښاروالۍ

د کندهار ښاروالۍ د تړون د ورکړي خبرتیا!
کندهار ښاروالي په پام کي لري چي د مختلفو وسایطو لپاره د کلچ کیټونو، فلټرانو، روغنیاتو او بریک واشرانو د خریدارۍ تړون د صمیم قاسمي لوجستیکي شرکت . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۰:۴۸
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالي په پام کي لري، چي د ښاري ماسټر پلان د تطبیق په موخه د ښار دوهمي او دریمي نواحیو اړوند د کابل دروازې او ښکارپور دروازې چوکونه پراخ کړي.

ټول هغه اشخاص چي په یادو ساحو کي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۵۷
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت، د ښاري نظم رامنځته کولو او ښاریانو ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو په موخه دکندهار ښاروالۍله لوري د ښار په بېلابیلو ناحیو کي د څارویو د رانیولو او . . .

Back to announcements

د کندهار ښاروالۍ د اشتهاري لوحو مدیریت خبرتیا!