د کندهار ښاروالۍ د ګذرونو د اعلان خبرتیا!
د کندهار ښاروالۍ د اولي ناحیې اړوند (۱،۲) ګذرونه، د دوهمي ناحیې اړوند (۱،۴) ګذرونه، د دریمي ناحیې اړوند (۱،۳) ګذرونه، د څلورمي ناحیې اړوند (۱،۲،۳) ګذرونه، د پنځمي ناحیې اړوند (۱) ګذر، د شپږمي ناحیې اړوند (۱،۳) ګذرونه، د اوومي ناحیې اړوند (۱۱،۷،۳) ګذرونه, د اتمي ناحیې اړوند (۱،۳،۴) ګذرونه، نهمي ناحیې اړوند (۱۰) ګذر, د لسمي ناحیې اړوند (۲) ګذر، د یوولسمي ناحیې اړوند (۲،۴) ګذرونه, د دوولسمي ناحیې اړوند (۱،۳،۷) ګذرونه، د دیارلسمي ناحيې اړوند (۱،۵،۷،۸) ګذرونه او د څوارلسمي ناحیې اړوند (۴) ګذر اړوند و متنفذینو، علماوو، مشرانو، ځوانانو او اوسېدونکو ته خبر ورکول کیږي، چي د خپلو ناحیو اړوند د پورته ذکر سوو خالي ګذرونو له پاره د شرایطو په نظر کښي نیولو سره ۸/۱۱/۱۴۰۲ څخه تر ۱۷/۱۱/۱۴۰۲ نېټې پوري خپل ځانونه نوماند کړي.
د ګذر وکیل د کاندېدو شرایط:
۱: د افغانستان تابعیت ولري.
۲: عمر ئې له ۲۵ کلنۍ څخه پورته وي.
۳: د دولسم ټولګۍ د فراغت اسناد باید ولري (( او یا هم د هغه معادل د اسلامي علومو سند وي.))
۴: د درو کلونو له پاره په اړونده ګذر کښي استوګنه ولري.
۵: په اړونده ګذر کښي غیري منقول ملکیت ولري.
۶: د نېک شهرت لرونکئ او د عدلي او قضائې ارګانو له خوا تر تعقیب لاندي نه وي.
۷:د بشپړي جسمي او روحي روغتیا درلودونکئ وي.
لاندي کسان نه سي کولائ د ګذر د وکالت له پاره ځان کاندید کړي:
۱: په هغه صورت کښي چي د دولت رسمي کارمند وي.
۲: هغه شخص چي د خلګو د نارضایتۍ په وجه د ګذر دوکالت څخه عزل کړل سوئ وي.
۳: په هغه صورت کښي چي د اداري فساد په جرم محکوم وي.
۴: په هغه صورت کښي چي د محکمې له لوري د مدني حقوقو په محرومیت محکوم سوئ وي.
#یادونه: د ثبت نام په وخت باید تعلیمي اصلي اسناد، اصلي تذکره او د کور د صفائې کتابچه د ځان سره ولرئ.
#د ثبت نام ځای: کندهار ښاروالۍ، د ښاري حکومتولۍ ریاست، د ګذرونو د تنظیم او همږغۍ مدیریت.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ
د ويب سايټ مديريت