د کندهار ښاروالۍ له خوا په ښار کښي د تم ځایونو (پارکینګونو) لپاره نرخنامه تعین سول.
داچي په کندهار ښار کښي د تم ځایونو یا پارکینګونو لپاره نرخنامه وجود نه درلود، نو په همدې اساس د کندهار ښاروالۍ مقام له خوا د پارکینګونو د نرخنامې د جوړولو لپاره یوه ځانګړې کمېټه تعین سوه، چي د ټاکل سوي کمېټې د زیاتو معلوماتو او مجالسو وروسته دې پایلي ته ورسېدل، چي د پارکینګونو لپاره نرخنامه جوړه او ترتیب کړي.
همدارنګه د پارکینګونو لپاره ټاکل سوې نرخنامه د کندهار ښاروالۍ مقام له خوا هم تائید سوې ده.
د دې نرخنامې د ترتیب کولو موخه داده، چي د پارکینګونو دخپل سرو نرخونه مخنیوئ سوئ وي او هم د ښاریانو لپاره په یاده برخه کښي ډیرو ستونزو ته رسیده ګي سوې وي.
د یادوني وړ ده، چي د ټاکل سوي نرخنامې څخه د سرغوړني په صورت کښي به د مسؤلینو له خوا شرعي او قانوني کړنه ترسره کیږي، بیا څوک د شکایت حق نه لري.
یادونه: له زده کوونکي، طالب العلم او محصل سره باید ځانګړئ تخفیف په نظر کښي ونیول سي او د دې ترڅنګ د هر پارکینګ مسؤل مکلف دی، چي دغه نرخنامه په یو چوکاټ او مشخص ځای کښي ځوړند کړي، چي د لیدلو وړ وي.
په درنښت
د کندهار ښاروالۍ د ويب سايټ مديريت