د کندهار ښاروالۍ مقام د خواشینۍ او ډاډګیرني پیغام!

ناپیژنده (not verified)
د کندهار ښاروالۍ مقام د خواشینۍ او ډاډګیرني پیغام

په ډېره ژوره خواشینۍ سره مي خبر تر لاسه کړ، چي د هېواد نامتو لرغونپوه، د اطلاعات او فرهنګ وزارت پخوانی معین ،سرپرست وزیر او د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد رسول باوري له دې فاني نړۍ څخه دتل پاره سترګي پټي کړې.

انا لله وانا اليه راجعون

پوهاند محمد رسول باوري په ۱۳۳۶ه ل کال کي د ارزګان په دهراوت ولسوالۍ کي زېږېدلی، ابتدايی زدکړي یې هلته کړي او بیا د کابل پوهنتون د تاریخ څانګي ته کامیاب سوی، چي وروسته یې د هالنډ څخه په لرغونپوهنه کي ماسټري راوړې ده

پوهاند باوري د د کابل پوهنتون د لرغونپېژندني ډیپارټمینټ استاد، د هالنډ په Rijksuniversiteit Groningen پوهنتون استاد، د پوهني وزارت د نصاب مسؤل، د خوست شیخ زاید پوهنتون مسؤل، د کابل پوهنتون د لرغونپېژندني د ډیپارټمینټ مسؤل او د اطلاعات او فرهنګ وزارت فرهنګي معین او سرپرست هم پاته سوی دی.

د استاد باوري څخه تر ۳۰ ټوکه اضافه علمي اثار او تر ۳۰۰ ډيري علمي او تحقيقي مقالې په میراث را پاته سوې، چي مُهم یې د روښانيانو غورځنگ ١٣٥٨، اصول وتحقيقات باستانشناسي؛ کابل پوهنتون ١٣٦١، باستانشناسي شرق ميانه؛کابل پوهنتون ١٣٦٢، باستانشناسي کشورهاي همجوار؛ کابل پوهنتون ١٣٦٤، باستانشناسي افغانستان ؛ کابل پوهنتون ١٣٦٥، اصول ترميم وبازسازی اثار باستاني؛ کابل پوهنتون ١٣٦٦، افغانستان در عهد باستان ؛دولتي مطبعه ١٣٦٧، باستانشناسی ساحوی (اصول حفريات)؛کابل پوهنتون ١٣٦٨، لرغونپوهنه، پرنسيپونه او ميتودونه ؛ ملي موزيم ١٣٦٩، باستانشناسی مدنيتهاي اوليه افغانستان؛ کابل پوهنتون ١٣٧١، موزيم شناسي و سير موزيمها در افغانستان ؛سپک ټولنه ١٣٧٤، لرغونپوهنه، عملي لاري چاري؛ په جرمني کي دافغانستان فرهنگي ودي ټولنه ١٣٨١، په افغانستان او گاونډيو هيوادونو کې نړيوال کلتوري ميراثونه ١٣٨٤، په انگريزي ژبه Outline of Archaeology in Afghanistan. 1999 ( Assen: Nederland)، په افغانستان کي سپړل سوي لرغوني سيمي، لرغونې نړۍ.(د ژباړل سويو مقالو ټولگه)، لرغونی افغانستان او گاونډي هيوادونه، د مټن او لنډيانې بابوزي ( اتنوگرافيکي څيړنه )، نيوکي او گيلې.( په ١٣٨١ _ ١٣٨٤ لمريز کلونو کي د کلتوري او ټولنيزو ناخوالو په اړه ليکني.) دي.

پوهاند محمد رسول باوري د لرغونپوهني په برخه کي د هیواد یو لویه او نه تکراریدونکې هستي وه، چي نشتون یې د هیواد په کچه لویه او نه جبرانېدونکې ضایع ده او د مړیني لکبله یې زه د کورنۍ غړو، نژدې دوستانو او خواخوږو ته د زړه له تله تسلیت وایم او په دې دې درانه غم کي ورسره ځان شریک ګڼم.

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۰:۵۱
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو د تنظیم آمریت له لوري د ښار پنځلسو ناحیو ټول هغو قصابانو، نانوایانو، کلچه فروشانو، خیاطانو، لبنیات فروشانو او ټولو هغو اصنافو ته چي د ښاروالۍ له خوا . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۹ - ۱۳:۵۵
Background image

د کندهار ښاروالۍ د ګذرونو د اعلان خبرتیا!

د کندهار ښاروالۍ د اولي ناحیې اړوند (۱،۲) ګذرونه، د دوهمي ناحیې اړوند (۱،۴) ګذرونه، د دریمي ناحیې اړوند (۱،۳) ګذرونه، د څلورمي ناحیې اړوند (۱،۲،۳) ګذرونه، د پنځمي ناحیې اړوند (۱) ګذر، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۴ - ۱۰:۰
Background image

د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

کندهار ښاروالۍ د دوهمي ناحیې اړوند (۴) ګذر د پنځمي ناحیې اړوند (۹) ګذر د اوومي ناحیې اړوند (۹،۱۰،۱۱) ګذرونه, د نهمي ناحیې اړوند (۶،۸) ګذرونه, د دولسمي ناحیې اړوند (۵) ګذر او د پنځلسمي . . .

Back to announcements