د کندهار ښار په پنځلسمه ناحيه کي د زابر غاړي سړک محافظتي ديوال رغول کيږي

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۱۰:۳
بيا رغونه

کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسمه ناحيه، ميانجوی سيمه کي څه موده مخکي د زابرغاړي سړک په اساسي ډول ورغوي، اوس فعلا يې د ياد سړک د حفاظت په موخه د سړک او زابر ترمنځ د محافظتي دېوال د اساسي رغولو چاري پيل کړي دي.

ياد سړک او دېوال دوه نيم کيلومتره اوږدوالی لري چي د يونيم متر په جګوالي سره په اساسي او معياري شکل رغول کيږي.

د ذکر سوي دېوال د رغولو چاري درې هفتې مخکي پيل سوي دي، تر دې مهاله يې ۵۰ سلنه چاري مخته تللي دي او پاته کارونه به يې د يوې مياشتي څخه په کمه موده کي بشپړسي.

په ياده پروژه کي هره ورځ ۵۰ کسانوته په فني او غيري فني ډول د کار کولو زمينه هم برابره سوې ده.

د ياد محافظتي دېوال په رغولو سره به نوموړی سړک له تخريب څخه و ژغورل سي او هم به ذکر سوي زابر ته د نقليه وسايطو د لويدلو مخه نيول سوې وي.

ددې سړک او محافظتي دېوال په رغولو سره د سيمي اوسېدونکو او ددې لاري تلوونکو کسانو زياته خوښي ښودلې او دکندهار ښاروالۍ ددې مهم ګام څخه ئې ځانګړې مننه کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۲
Background image

د کندهار ښار په اوومه ناحيه، دوهم ګذر کي ديوې کوڅې کانګریټ کولو چاري پیل سوې

کندهار ښاروالۍ دخپلو انکشافي فعالیتونو په دوام، د ښار د اوومي ناحیې په دوهم ګذر د يوې کوڅې د اساسي رغوني چاري پیل کړي دي.

دا کوڅه چي د ميربازار سړک د سيچپ له سړک سره وصل کوي، شاوخوا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۴۰
Background image

د کندهار ښار په ختيځه برخه کي ښار ته د خولي دروازه په اساسي او معياري شکل جوړيږي

کندهار ښاروالۍ د خپلو انکشافي کارونو په دوام دا ځل دښار په ختيځه برخه، دامان ولسوالي کي ښار ته د دخولي دروازې د جوړولو چاري په اساسي او معياري شکل پيل کړې.

دا دروازه چي د سلام مخابراتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۳۸
Background image

د کندهار ښار په دولسمه ناحیه کي له متنفیذینو، علماوو، مشرانو او د ولس له استازو سره د همږغۍ او د اس.لا.م.ي ن.ظ.ام د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو

د کندهار ښاروالۍ له لوري، د ۱۲ ناحیې په آمریت کي له متنفذینو، علماوو، مشرانو او ګذر وکیلانو سره د همږغۍ او د ا.س.ل.ام.ي ن.ظ.ا.م د ملاتړ په موخه مجلس ترسره سو. په دغه مجلس کي د کندهار. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښار په پنځلسمه ناحيه کي د زابر غاړي سړک محافظتي ديوال رغول کيږي