د کندهار ښاروالۍ د مزایدي داوطلبۍ اعلان!
د کندهار ښاروالۍ خپل ملکیت یو باب دوهم نمبر کوچنئ هوټل په کابل هډه کښي موقعت لري په لومړۍ داوطلبي کښي محترم نیاز محمد د رمضان زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په اجاره مبلغ/۲۰۵۰۰۰- دوه سوه پنځه زره افغانۍ غوښتونکئ سوئ دی،هغه اشخاص چي ذکر سوئ هوټل د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکی وي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۴۰۱کال د حوت دمیاشتي د ۲نیټې څخه تر حوت میاشتي تر ۱۶نیټې پوري دي د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري شرطپاڼه کتلائ سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدأ اخیستل کیږي، او د داوطلبۍ مجلس د جاري کال د حوت د میاشتي پر ۱۷نیټه دچهار شنبې په ورځ د سهار پر ۱۰بجې دتعین سوي هیئت په حضور کښي د ښاروالۍ ریاست د تهیه او تدارکاتو په عمومي مدیریت کښي صورت نیسي.
د لازیاتو معلوماتولپاره زموږ سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۰۰۰۲۷۹۷
۰۷۰۰۳۵۴۲۵۶