PastShow all
د کندهار ښار په پنځلسو (۱۵) ناحیو کي د زرغون چاپيريال ساتني او پالني کارونه په منظم ډول جريان لري!
کندهار ښاروالۍ د ښاري ښکلا او زرغونو سیمو د پراختیا په موخه په ښار کي د هوا ککړتیا او د مختلفو ساري ناروغیو د مخنیوي په خاطر د زرغون چاپیریال ساتني او پالني چاري په معیاري توګه راپيل. . .
درنو هيواد والو!
کندهار ښاروالۍ ستاسو څخه راټول سوي عوايد ستاسو د ښار په بيارغونه کښسي مصرفوي.
هيله ده خپل د صفايي او جواز جوړولو ټکسونه پر وخت تحويل کړئ.
پيغام په نشر کي همکاري وکړئ.
کندهار ښاروالۍ کي د یو لړ مهمو او لازمو موضوعاتو د تائید او تصویب په موخه اداري مجلس تر سره سو!
چهار شنبه ۱۷ / ۵ / ۱۴۰۳ ه ش کال
د کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کي اداري مجلس دائر سو، په یاد مجلس کي د کندهار ښاروال حاجي ملا حکمت الله اخند په شمول، مرستیال ښاروال مفتي قدرت الله. . .
د کندهار ښار په څوارلسمه ناحيه کي د پياده روونو د خلاصون په موخه نظارت ترسره سو!
د کندهار ښاروالۍ اړوند د مارکېټونو تنظیم آمریت، د څوارلسمي ناحیې آمریت او د ښاري نظم ګډ کمېسیون په ګډه همکاري د څو ځلي خبر ورکولو وروسته په یاده ناحیه کي د هغو عامه لارو او پیاده روونو. . .
د کندهار ښار په پنځلس ( ۱۵ ) ناحيوو کښي د کثافاتو د ټولولو او انتقالولو اشر دوام لري!
د کندهار ښاروالۍ اړوند د تنظيف عمومي مديريت د ښار د پنځلسو ناحيوو د تنظيف کاريګرو په ملتيا يوه هفته مخکي د کثافاتو د ټولولو او انتقالولو چاري د اشر په شکل راپيل کړي دي چي په نتېجه کښي. . .
د کندهار ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک رغنيز کارونه جريان لري
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي کارونو په لړۍ کي دا ځل د ښار په شپږمه ناحيه کي د ده محسوس سړک د اساسي رغولو چاري راپيل کړي دي.
دغه سړک چي د سټډيوم جنوب لويديځ طرف ته د غازي ميني. . .
کندهار ښاروالۍ پر يو طرفه واټونو باندي اغزن لرونکي جمپونه نصب کړه.
کندهار ښاروالي د ښاري نظم په موخه اغزن لرونکي جمپونه پر يوطرفه سړکونو باندي نصب کړي دي.
یاد جمپونه د هرات بازار، اخند صاحب جامعې، شاه جامعې، عبدالرب اخندزاده جامعې، قاضي غلام دانې، د. . .
د ښاري نظم ګډ کمېسيون پر احمدشاهي جاده باندي جدي نظارت ترسره کړٸ
دکندهار ښاروالي اړوند د ښاري نظم ګډکمېسیون له خوا داحمدشاهي جادې دسرسبزۍ اوښکلا ساتلو په موخه د څو ځلي جدي خبرتیاوو وروسته دهمدې عمومي جادې هغه سماوارونه، هوټلونه او نور پلورنځي چي بیا. . .
کندهار ښار کي د استنادي دیوال د جوړېدو چاري د پټۍ په پریکولو سره راپیل سوې!
کندهار ښاروالۍ د ملګرو ملتونو د پروژو د خدمتونو دفتر (UNOPS) په تخنیکي همکارۍ او د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۳ ناحیې په ۴ ګذر کښي د استنادي دېوال د رغولو چاري را پیل کړې.
دغه دیوال. . .
