د کندهار ښاروال په مشرۍ د ناحیو لپاره له مشورتي بورډ سره غونډه تر سره سوه !

Anonymous (not verified)
Wed, Dec 09 2020 1:22 PM
Kandahar Municipality

په دې غونډه کي کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات، د ښاري حکومتولۍ ریس واحد شاه اغا هاشمي او د ناحیو لپاره د مشورتي بورډ غړو ګډون کړی وو .

لومړی د کندهار ښاروال له لوري په کندهار کي د روانو لویو او کوچنیو پروژو د کار د جریان په اړه معلومات وړاندي سوه، چي تر ټولو لويي پروژې د کندهار ښاروالۍ او ښاري پانګوني پروګرام په ګډه همکاري، کندهار ښاروالي اوولسي تړون ملي پروګرام په ګډه همکاري، نړیوال بانک او کندهار ښاروالي په ګډه همکاري او دې ورته نورو هغه پروژو اړوند معلومات وړاندي سوه چي د کندهار ښاروالۍ له انکشافي بودیجې څخه جوړیږي او کار يې په چټکۍ روان دئ.

کندهار ښاروال ښاغلي محمد رفیع حیات د مشورتي بورډ غړو ته د ثابت او غیر ثابت عوایدو د کسر په اړه اندیښنه څرګنده کړه، د مالیاتو د صفایي او جوازونو د کنټرول په اړه یې ددوئ له همکارۍ مننه وکړه او پر وخت د راټولولو لپاره یې د مشورتي بورډ په مرسته د خلکو همکاري له کندهار ښاروالۍ سره تر ټولو مهمه وګڼله !

کندهار ښاروال د ښاري پراختیا په برخه کي هره لاسته راوړنه شریکه وبلل او زیاته یې کړه چي له ټولو روانو پروژو په اونۍ کي څو څو ځله لیدنه کوي.

د دې مشورتي بورډ مرستیال د خپلو خبرو پر مهال له کندهار ښاروالۍ مننه وکړه چي دوئ د ولسونو او ناحیو ستونزي ورسره شریکي کړي او کندهارښاروالۍ یې په پوره حوصله ستونزو ته رسیدګي کړې ده .

د غونډي نورو ګډونوالو او د مشورتي بورډ غړو د ښار بیلابیلو ساحو ستونزي، پرمختګونه او ولسونو غوښتني له خلکو سره شریکي کړې چي تر ټولو مهمي یې د سولري څراغونو ساتنه، د کثافاتو پر وخت وړل، د پاتاب پاکېدل او دې ته ورته نوري چي باید پر وخت څارنه ورڅخه وسي.

کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات د معلوماتو ورکولو تر څنګ په ښاري همکاري کي د ولسونو ونډه له خورا لوی مؤثریت څخه ډکه وبلل او د مشورتي بورډ په مرسته یې په دې برخو کي ورڅخه وغوښتل چي لا ولسونه همکارۍ ته تشویق کړي .

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروال په مشرۍ د ناحیو لپاره له مشورتي بورډ سره غونډه تر سره سوه !