کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب: خپل ښار او ګران ښاریان ډیر راباندي ګران دي د دوی لپاره په اخلاص خدمت کول موږ ته انرژي راکوي!

mohammadi_admin
Wed, Jan 25 2023 1:13 PM
د اتمي ناحيې بيا رغوني چاري.

 

دغه څرګندوني کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب نن د کندهار ښاروالۍ له لوري د یوې مهمي او اساسي پروژې په پرانیست غونډه کښي وکړې کوم چي په اتمه ناحیه کښي افتتاح سوه.

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب پرداسي مهال چي سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند یې ملتیا کول د اتمي ناحیې د اولسي مشرانو په ملتیا په ګوندیګان سیمه کښي هغه پروژه افتتاح کړه کوم چي د همدې سیمي په شمول به په کندهار ښار کښي د کندهار ښاروالۍ په پرمختیایي بودجه ملبغ/(۹۴۰، ۶۷۷، ۱۷) اوولس میلیونه شپږ سوه اووه اویا زره نهه سوه څلویښت افغانۍ د پلچکانو،کوڅو،چریو او سلبونو جوړولو چاري عملأ پیل سي چي په دې مهمه او اساسي پروژه کښي په فني شکل ۵۰ نفرو او غیري فني شکل به ۱۲۰کسانو ته کاري زمینه سازي وسي او په راتلوونکو درو میاشتو کښي به دا اساسي او مهمه پروژه ګټي اخیستني ته وسپارل سي .

کندهار ښاروال وویل: دکندهار ښاروالۍ له لوري د خپل انکشافي پلان او پرمختیایي بودجې په اساس په کندهار ښار کښي هره بنیادي او مهمه پروژه د اولسونو او ښاریانو ستونزي رفعه کوي ،کاري فرصتونه منځته راوړي، دښار بڼه مثبت لوري ته تغیروي،او دې تاریخي ښار ته یوه ژوندۍ روحیه ورکوي،کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب د خپلو ګرانو ښاریانو څخه غوښتنه وکړه چي د عام المنفعه پروژو په ساتنه کښي په ښه توګه سره وظیفوي مسؤلیت ادا کړي،د ښاروالۍ د صفایي ټکسونه او محصولات پروخت تحویل کړي ترڅو کندهار ښاروالي په خپله انکشافي برخه کښي نوره هم چټکتیا راولي ،وروسته دکندهار ښاروالۍ سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند د کندهار ښاروالۍ په پرمختیایي برخه باندي معلومات وړاندي کړه،د ښاروالۍ روان پرمختیایي پروګرامونه یې تشریح کړه او د ښاروالۍ په پلانونو کښي یې د ښاریانو همکاري اړینه وبلل،د اهل تشیع د وکیلانو د اتحادیې رئیس انجنیر محمد کریم بري د خلګو په استازیتوب د کندهار ښآروال او دده د پرسونل روان انکشافي کارونه او پراخي هلي ځلي د کندهاریانو لپاره هیله بخښوونکې وبلل او د خپله طرفه یې په هره عرصه کښي د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ،د سیمي د مشرانو اوسپین ږرو په استازیتوب غلام سخي مرادي هم د کندهار ښآروال او دده د پرسونل روان کارونه او چاري ښه وارزول او په کارونو کښي یې ورته دلا بریالیتوب هیله وکړه،وروسته داتمي ناحیې د اولسي مشرانو او استازو لخوا کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب ته،سکټوري او تخنیکي رئیس احمد جاوید میوند ،د ښاري حکومتولۍ رئیس حاجي تحویلدار صاحب او ساختماني انجنیر محمد نبي ته د افغانۍ او پښتني کلتور سره سم داعزاز بګړۍ ورپرسر کړل سولې او په کارونو کښي د بریالیتوب دعا ورته وسوه.

 

Latest news

Mon, Feb 20 2023 10:17 AM
Background image

د کندهار ښاروالۍ ښار پاک ساتي!

د کندهار ښاروالۍ د سکټوري ریاست مربوط د تنظیف عمومي مدیریت د ښار پاک ساتلو ته پوره ژمن دی. دوی هره ورځ له هري ناحیې څخه کثافات ټاکلي ځای ته رسوي.

کندهار ښاروالۍ تیره ورځ د اوومي او. . .

Thu, Dec 19 2019 12:01 PM
Background image

Kandahar Municipality defeats Khyber Afghan Team (5) in Friendly Match

riday ...
Municipality and Khyber Pakhtunkhwa teams lost 20 matches
The toss municipality won the first one to start their batting, scoring a paltry six (5) runs in the last 20 overs,
M. . .

Thu, Dec 19 2019 11:22 AM
Background image

School municipalities are campaigning for public awareness of city responsibilities

The Kandahar Municipality has given members of the Municipal Committees / Audit Municipalities of Kandahar City a public awareness brochure to provide to their school students and the. . .

BACK TO NEWS

کندهار ښاروال حسن حاجي صاحب: خپل ښار او ګران ښاریان ډیر راباندي ګران دي د دوی لپاره په اخلاص خدمت کول موږ ته انرژي راکوي!