د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د ۷م ناحیې د احسان ګذر د پروژې اعلان

Anonymous (not verified)

Publish Date

Closing Date

د ولسي تړون پروګرام د ۷م ناحیې اړوند د احسان ګذر د څښلو د پاکو اوبو د یوې حلقې ژور څاه او نورو اړوند فعالیتونو پروژه د ګذر د پرمختیايې شورا لخوا اعلان ته سپارل کیږي. علاقمند او پر شرایطو برابر ساختماني شرکتونه دي په لاندي لینک کي موجود د دواطلبۍ اړوند اسناد تر لاسه کي، عمده فعالیتونه دي مطالعه کي او د لیکل سويو لارښوونو او شرایطو په نظر کي نیولو سره دي خپل اسناد او نرخ پاڼي چمتو کي او پر ټاکل سوې نیټې او موقیعت دې د ذکر سوي ګذر او ذیدخلو ادارو څخه جوړي سوي تدارکاتو کمیټې ته وسپاري.

هغه ساختماني شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د میزان ۱۲ څخه بیا د میزان دمیاشتي تر ۱۸م نیټې پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.

1. د داوطلبانو لپاره شرایط او معلومات

2. د پروژې آفر پاڼي (د نرخونو د وړاندیزبلنه)

3. د پروژی تخنیکي پروفایل

د پروژو داوطلبي به د ۱۳۹۹ کال د میزان پر ۱۹ نیټه یعني د 2020 کال د اکتوبر د میاشتي پر 10 م سهار پر 9 بجې د کندهار ښاروالۍ مقام د مشورتي شورا په دفتر کي ترسره کیږي. داوطلب ساختمانی شرکتونه دي غوښتل سوي مکمل اسناد او آفر پاڼي (نرخ پاڼي) د داوطلبي په ورځ په ټاکلې وخت د افر خلاصونې او ارزیابې کمیټې ته په بند پاکټ کې وړاندی کړي. د داوطلبی په پایله کې له ګټونکي ساختماني شرکتونو سره د ګذر شوراګانو له خوا د پروژو قرارداد لاسلیک کیږي.

نوټ:

۱. هغه شرکتونه چې د اول ځل لپاره د ولسي تړون د پروګرام په داوطلبۍ کي ګډون کوي، مکلف دي چې د پورته ذکر سويو مواردو په نظر کي نیولو سره سره ، د خپلو ساختماني شرکتونو اصلي جواز، د کندهار ښاروالۍ لخوا ورکړل سوی اصلي جواز او د ترسره کړي مشابه پروژې اصلي قرارداد د آفر سپارلو سره یو ځاي، کمیټې ته تسلیم کړي.

۲. په داوطلبي کي ګډون کونکي شرکتونه مکلف دي چې خپله نرخ پاڼه (آفر پاڼه) په مسلکي او دقیق ډول ډکه کړي او هم په شرط پاڼه کي ذکر سوي شرایط ۱۰۰ فیصده علمي کړي، د ستونځو او اشتباهو په صورت کی د تدارکاتو او ارزیابۍ کمیټه حق لري چې هغه شرکتونه د دواطلبۍ د پروسې څخه خارج کي چې اسناد یا محاسبه یې نیمګړې وي.

د اسنادو تر لاسه کولو له لاندي لینک کلیک کئ!

http://www.mediafire.com/.../PD%252307_Ehsan_GA.zip/file

More tenders

یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۴ - ۱۳:۱۰ IDLG/KABUL
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی اعمار سرک ها در ولایت کندهار در دو لات ( دو بخش)

عنوان:  اعمار سرک ها در ولایت کندهار در دو لات ( دو بخش)

تاریخ آغاز: 23-02- 2020 مطابق به 04 حوت سال 1398

تاریخ تسلیمی آفر ها: 22- 03-2020 مطابق به 03-01-1399ساعت 10:00 قبل از ظهر

شم . . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۶ - ۹:۵۹
Background image

داوطلبي

د ولسی تړون پروګرام د کندهار ښار د 9 ناحیي د7 ګذر (چنار) (۵ شوراګانو) انکشافی شورا غواړی چی د لوي ویالې د عیدګاه د حوض په نامه مشهوره ساحه کی د پروژي جوړنې ساختمانی چاری یو ساختمانی . . .

Back to tenders