دښونځي دښاروالی کمیټه

کندهار ښاروالۍ د ښار په ۲۰ ښوونځیو کي د تمثیلي ښاروالیو کمېټې جوړي کړې

کندهار ښاروالي د ښاري اوسېدني د فرهنګ د پیاوړتیا، ټولنیز مسؤلیت منلو، په حکومتولي کي د ځوانانو د رول لوبولو، په کلیو او سیمو کي د ښاروالي پراخ حضور او د مدیریت د اصولو سره د بلدتیا په موخه په ۱۳۹۹ مالي کال کي د کندهار ښار په ۱۲ ښاري ښوونځیو (۸ د نارینه او ۴ د ښځینه ) کي تمثیلي ښاروالیاني جوړي کړې وې.

Kandahar Municipality
په فضل کندهاري عالي لیسه کي د ښاروالۍ د تمثیلي کمیټې یو تصویر

کندهار ښاروالي مخکي هم په امتحاني ډول په ۸ ښاري ښوونځیو (څلور نارینه او څلور ښځینه) کي تمثیلي ښاروالیاني جوړي کړی وې چي په مجموع کي ۲۰ تمثیلي ښاروالیاني کیږي، هره ښاروالي ۱۸ تنه غړي لري چي هره تمثیلي ښاروالي د ښوونځۍ مدیر، لارښود استاد، د ښاروال، مرستیال ښاروال، د عامه پوهاوي مسؤل، او نورو غړو څخه تشکیل سویده. یادي تمثیلي ښاروالياني د طرزالعمل مطابق رامنځته سوي دي ښاروال،مرستیال ښاروال،د عامه پوهاوي مسؤل او محاسب په انتخابي ډول د رایو په استعمال سره ټاکل سویدي او د بورډ غړي په انتصابي ډول دخالت کړی دي.هېره دي نه وي چي د یادو تمثیلي ښاروالیانو غړي د طرزالعمل مطابق پر تفتیش،عامه پوهاوي، ظرفت جوړونه، د خځلو مدیریت او سمسورتیا کمېټو ویشل سوی دي.

Kandahar Municipality
د تیمورشاهي عالي لیسې د تمثیلي ښاروالۍ د کمیټې د غړو یو تصویر

د یادو تمثیلي ښاروالیانو د افتتاح په مراسمو کي دکندهار ښاروالي استازی، د ښووني ا و روزني ریاست مسؤل نماینده، د ګذر وکیل د مربوطه ښوونځۍ آمر ګډون کړي وو.

د اسانتیاوو د برابرولو او د فعالیتونو د ښه مخته وړلو په موخه د ښوونځۍ هري ښاروالي ته شل قلمه اجناس ورکول سوی دي.

 

د ښوونځیو د تمثیلي ښاروالیو لیست