د کندهار ښاروالي ملکیت د ګمرک ریاست...
Publish Date
Closing Date
د کندهار ښاروالي ملکیت د ګمرک ریاست مخته د وسایطو پارکینګ د مزایدي په داوطلبۍ کي محترم شاحسین د عبدالرشید زوی د شرطپاڼي مطابق د یوه کال لپاره په اجاره مبلغ/ ۶۶۰۰۰۰/ شپږ سوه شپېته زره افغانۍ غوښتونکی سوی دئ . دا چي د عوایدو کسر منځ ته راغلی دئ په همدې منظور هغه اشخاص چي ذکر سوي د یوه کال لپاره په اجاره د شرطپاڼي مطابق تر پورته مبلغ په اضافه پیسو غوښتونکي وي خپل غوښتنلیکونه دي د ۱۳۹۹ ه ش کال د قوس د میاشتني ۱ نیټې څخه بیا د همدې میاشتي تر ۱۳ نیټې پوري د ښاروالي د تهیه او تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري. شرطپاڼي کتلای سي د اجارې د سرجمع څخه لس فیصده تضمین نقدآ اخیستل کیږي او د داوطلبۍ د جاري کال د قوس د میاشتي پر ۱۶ مه نیټه د یکشنبې په ورځ د سهار پر ۱۱ بجې د تعین سوي هییت په حضور کي تر سره کیږي .
د لا زیاتو معلوماتو لپاره زموږ سره په لاندي شمېره اړیکه ونیسئ!
۰۷۰۷۵۰۵۵۲۹