د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د 13م ناحیې د محمدي، شرافت او او 15 ناحیې د ژوند ګذرونو د پروژو د دواطلبۍ اعلان
Publish Date
Closing Date
د ولسي تړون پروګرام د کندهار ښار د 13م ناحیې د محمدي، شرافت او او 15 ناحیې د ژوند ګذرونو د پروژو د دواطلبۍ اعلان
د ولسي تړون پروګرام د 13م ناحیې د محمدي، شرافت او 15م ناحیې د ژوند ګذرونو د سړک جوړوني د پروژو د داوطلبۍ اعلان د اړوند ګذرونو لخوا نشر ته سپارل کیږي. د پروژو اړوند ټول اسناد، معلومات، لازمي لارښووني او شرایط په لاندي ذکر سویو لینکونو کي شتون لري.
علاقمند او پر شرایطو برابر ساختماني شرکتونه دي په لاندي لینک کي موجود د دواطلبۍ اړوند اسناد تر لاسه کي، عمده فعالیتونه دي مطالعه کي او د لیکل سويو لارښوونو او شرایطو په نظر کي نیولو سره دي خپل اسناد او نرخ پاڼي چمتو کي او پر ټاکل سوې نیټې او موقیعت دې د ذکر سوي ګذر او ذیدخلو ادارو څخه جوړي سوي تدارکاتو کمیټې ته وسپاري.
هغه شرکتونه چی پر شرایطو برابر وي، کولای سي د ۱۳۹۹ کال د قوس د میاشتي ۲۶ څخه بیا د ۱۳۹۹ کال د جدي ۲م نیټې پوري د پروژي اړوند اسناد د لاندي ذکر سوي بریښنایي ادرس (انټرنټي لینک) څخه تر لاسه (ډاونلوډ) کړي.
1. د داوطلبانو لپاره شرایط او معلومات
2. د پروژې آفر پاڼي (د نرخونو د وړاندیزبلنه)
3. د پروژی تخنیکي پروفایل
4. د سړک جوړوني تخنیکي مشخصات
د پروژو داوطلبي به د ۱۳۹۹ کال د جدي پر ۱۵ نیټه یعني د 2021 کال د جنوري د میاشتي پر4 م سهار پر 9:30 بجې سهار د کندهار ښاروالۍ مقام د مشورتي شورا په دفتر کي ترسره کیږي. داوطلب ساختمانی شرکتونه دي غوښتل سوي مکمل اسناد او آفر پاڼي (نرخ پاڼي) د داوطلبي په ورځ په ټاکلې وخت د افر خلاصونې او ارزیابې کمیټې ته په بند پاکټ کې وړاندی کړي. د داوطلبی په پایله کې له ګټونکي ساختماني شرکتونو سره د ګذر شوراګانو له خوا د پروژو قرارداد لاسلیک کیږي.
نوټ:
په داوطلبي کي ګډون کونکي شرکتونه مکلف دي چې د پروژې د ساحې څخه لیدنه وکي، خپله نرخ پاڼه (آفر پاڼه) په مسلکي او دقیق ډول ډکه کړي او هم په شرط پاڼه کي ذکر سوي شرایط ۱۰۰ فیصده علمي کړي، د ستونځو او اشتباهو په صورت کی د تدارکاتو او ارزیابۍ کمیټه حق لري چې هغه شرکتونه د دواطلبۍ د پروسې څخه خارج کي چې اسناد یا محاسبه یې نیمګړې وي.
د دواړو ګذرونو د اسنادو تر لاسه کولو لپاره لاندي لینکونو ته مراجع وکئ.
https://www.mediafire.com/.../PD%252313__Mohammadi.../file محمدي ګذر
https://www.mediafire.com/.../PD%252313_Sharafat_GA.zip/file شرافت ګذر
https://www.mediafire.com/.../PD%252315_Zhwand_GA.zip/file ژوند ګذر