د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

Anonymous (not verified)
د کندهار ښاروالۍ خبرتیا!

د لوی اختر په مبارکو ورځو کي ډېر کله لیدل کیږي، ځني مالداران خپل څاروۍ د پُسو د ګنج پر ځای د ښار په نورو سیمو کي دروي او بیا ئې خرڅوي، چي دغه کار د ښار تنظیف او سرسبزی ته سخت زیان لري.

لهذا د کندهار ښاروالۍ له خوا ټولو مالدارانو ته خبر ورکول کيږي. چي خپل څاروي په هغه مشخص سوو ځایونو/ګنج کي وپلورئ، که د ښار په نورو ځایونو کی ولیدل سي او یا د ښار تنظیف او سرسبزي ته زیان ورسیږي، د ښاروالۍ له خوا جریمه کېږئ، بیا حق د شکایت نه لرئ.

او هېره دي نه وي، چي کندهار ښاروالي په ښار کي د تخلُف د مخنیوي له پاره ګرځنده ټیمونه مؤظف کړي دي، تر څو دغه ټیمونه د اختر په دې مبارکو ورځو کي د وزن کمولو، د یخي/ ډوډۍ ګرانولو او له هغو نورو چارو نظارت وکړي، کوم چي په ښار کي د نظم او چاپېریال د ګډوډۍ سبب کیږي.

په همدې موخه کندهار ښاروالي د ښار ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکوي، چي که تاسو د ښار په کومه برخه کي تخلُف وینئ او یا د خپلي سیمي د کثافاتو څخه په تکلیف یاست، نو د مهربانۍ له مخي د کندهار ښاروالي د دې ګرځنده ټیمونو سره په اړیکه کي سئ، کوم چي شمېرې ئې لاندي ذکر سوي دي، تر څو کثافات مو انتقال او له تخلُف کارانو سره قانوني چلند وسي.

0700203234 / 0700267798 / 0700341389

آخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۱۵:۵۷
Background image

اطلاعیه شاروالی کندهار

ارائه خدمات در تمام ساحات شهر از سوی شاروالی کندهار جریان دارد

همشهریان عزیز! در ساحات که آسیب پذیر در جریان باران های شدید با تهدید مواجه میشود لطف نموده به شماره های فوق در تماس شده . . .

بازگشت به اطلاعیه ها