کندهار ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي د يک شنبې په ورځ د تېر ۱۴۰۱ مالي کال د شفافيت او حساب ورکولو غونډه ترسره سوه!

mohammadi_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۳۱ - ۱۳:۱۸
شفافيت غونډّ

په کندهار ښاروالۍ کښي نن د پنځلسمي ناحيې اوسېدونکو ته په دغه ناحيه کښي د ښاروالۍ د ۱۴۰۱ مالي کال د خدماتو، عوايدو او لګښتونو په اړه معلومات ورکړل سوه.

په دغه غونډه کښي چي نن د ښاروالۍ د غونډو په تالار کښي جوړه سوې وه، د کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر، د پنځلسمي ناحيې آمر، د ښاروالۍ د شفافيت او حساب ورکولو مدير، د ټولنيزو او فرهنګي چارو عمومي مدير، د مشورتي شورا ځينو غړو، د نوموړي ناحيې استازو او عامو خلګو ګډون درلود.

غونډه چي د قران کريم په څو مبارکو اياتونو سره راپيل سوه، ورپسې د شفافيت او حساب ورکولو مدير محمد عمر صابر د شفافيت پر اهميت باندي ګډون والو ته معلومات ورکړه.

ورپسې د پنځلسمي ناحيې آمر احمد خالد صاحب خبري وکړې او د همدې ناحيې پر تشکيل او څلور خواوو باندي د ګډونوالو سره معلومات شريک کړل.

د خالد صاحب تر خبرو وروسته د شفافيت او حساب ورکولو مدير په پنځلسمه ناحيه کښي د ښاروالۍ د روانو عادي او پرمختيايي خدماتو او له دې ناحيې څخه د تر لاسه سوو عوايدو په اړه معلومات ورکړل.

د غونډي ګډون والو د دغه پروګرام هرکلی وکړ او په دغه ناحيه کښي يې د کثافت دانيو د ډېرېدو، د پاتابونو د ژر ژر پاکېدو او د ځينو نا تکميله پروژو د بشپړېدو وړانديزونه وکړل.

د ښاروالۍ د اړوند برخو مسؤلینو د خلکو پوښتنو او غوښتنو ته ځوابونه وويل او ژمنه يې وکړه چي هري ستونزي ته به يې رسېدګي کېږي.

د يادوني وړ ده چي کندهار ښاروالۍ وخت پر وخت د هري ناحيې و اوسېدونکو ته د شفافيت او حساب ورکولو غونډي جوړ وي.

ننی پروګرام د اختتاميه دعاء په ويلو سره پای ته ورسېدئ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS