کندهار ښاروالي د خپلي رغنیزي پراختیا په لړ کښي د ۵۵۰۰ متره په اندازه د سړکانو د داغګیري پروژه راپیل کړه.
کندهار ښاروالي د خپلو رغنیزو فعالیتونو په لړ کښي د ښار په پنځلسو ناحیو کي د سړکانو د داغګیرۍ پروژه راپيل کړې او نږدې په ۲۰ ورځو کښي به د ښار داخلي سړکان کوم چي رغولو ته اړتیا لري ورغوي.
یاده پروژه چي جمله متراژ یې د ۵۵۰۰ مترمربع په اندازه ټاکل سوی دئ, تر ډيره به د موجوده کنډ او کپر سړکونو ستونزي حل کړي.
پر یاده پروژه باندي/۵۸۷۹۵۰۰- افغانۍ لګښت راځي چي یاد مقدار پیسې به د کندهار ښاروالي د پرمختیایي بودجې څخه ورکول سي.
ددې ترڅنګ کندهار ښاروالي د ښار په پنځلسو ناحیو کښي متوازنه پراختیا رامنځته کوي .
