د کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات په مشرۍ د ښاروالۍ اداري مجلس غونډه ترسره سوه !

Anonymous (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۱۰:۵۹
Kandahar Municipality

په دې غونډه کي د کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات، مرستیال ښاروال حاجي محمد نسیم رضایي د ښاري حکومتوالۍ ریس عبدالواحدشاه هاشمي ، د محاسبې او عوایدو ریس عبدالمومن لطیف او ښاروالۍ د ټولو ناحیو آمرینو، ګډون کړی وو . کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات لومړی د دوولسمي او پنځلسمي ناحیو لپاره نوي آمر صاحبانو ته ښه راغلاست ووایه او ورسره د ذخیروي حساب پر عوایدو وږغیدل. نوموړي زیاته کړه چي ۱۳۹۹ کال لپاره باید د کسر لپاره عواید په لاس راوړو او د هري ورځي پرمختګ لا وڅارو . کندهار ښاروال د ټولو ناحیو له آمرینو مننه وکړه چي په پوره پیاوړتیا یې خپل کارونه ترسره کړي دي. یاده یې کړه چي د ښار ټولي برخي زموږ لپاره مهمي دي او لا باید خدمات په متوازن ډول ورته ترسره سي او هدف مو باید له معنوي ارزښتونو ډک و اوسي . د ښاروالۍ د ټولو ناحیو آمرینو له کندهار ښآروال سره د ناحیو ستونزي شریکي کړې او نوموړي د ژر تر ژره عملي اجرآتو وعده ورکړل. د پلچکانو، پاتابونو او چریانو د پاکولو لپاره ټولو آمرینو ته سپارښتنه وسوه چي تاسو باید اماده اوسئ چي د چریو او نورو بېځایه پرتو کثافاتو په ټولولو کي په عاجله توګه اقدامات وکړئ او د سیمي له خلکو سره په اړیکه کي اوسئ تر څو د ممکنه خطر څخه مو پر وخت مخنیوی کړی وي .

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

د کندهار ښاروال انجینر محمد رفیع حیات په مشرۍ د ښاروالۍ اداري مجلس غونډه ترسره سوه !