په کندهار ښار کي د ملي دسترخوان برنامه پیل سول.

Anonymous (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۸:۴۸
Kandahar Municipality

یاده برنامه چي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې اړوند ولسي تړون ملي پروګرام ترچترلاندي تطبیق کیږي پنجشنبه د ۱۳۹۹ قوس ۲۷ د کندهار ښار په لسمه ناحیه خوشحال شورا کي رسماً پیل سول،

په نوموړو مراسیمو کي د کندهار ښاروال ښاغلی انجنیر محمد رفیع حیات، د ولسي تړون ملي پروګرام عمومي رئیس ښاغلی محمد نجیب امیري، د کندهار د ولسي تړون ولایتي دفتر او همکاري موسیسې (HRDA) همکارانو د نوموړي شورا مشرانو، سپین ږرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادي شورا ۳۹ غریبو او مستحقو کورنیو ته د ۴۰۰۰ افغانیو په ارزښت ۵ قلمه خوراکي توکي چي ۲۰ کیلو ورجی، ۱ پارسل اوړه، ۵ لیټره غوړی، ۳ کیلو لوبیا، ۶ چکی صابون شامل وه توزیع سول . د یادولو وړ ده چي په یاده شورا کي ټول غریب او مستحقي کورنۍ ۲۲۱ دي چي په ترتیب به د شورا لخوا خوراکي توکي ورته توزیع سي. د خوشحال شورا اوسیدونکو د ملي سترخوان برنامې د شروع کیدلو څخه خوښي څرګنده کړه،

کندهار ښاروال وویل چي د ملي دسترخوان برنامه به په دوه برخو کې پلې سي: لومړي به هغه ۳۰۰ شوراګاني چي په نهه ناحیوکي د ولسي تړون ملي پروګرام د خوا مخکي جوړي سوي دي او د کورنیو شمیر یې ۶۵،۸۹۱ کیږی پلي سي. دوهم پړاو کي به دکندهار ښار ټولي هغه پاته سیمي چي د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندي نه دي راغلي پلي سي. دا سي اټکل کیږي چي ددغه سیمو ټول اوسیدونکي چي ۳۰،۰۰۰ شا و خوا کورنۍ کیږي و پوښتل سي.

د یادولو وړده چي د ملي دستر خوان برنا مه به د کندهار ولایت په ټولو ۱۵ ناحیوکي چي شا وخوا ( ۱۰۰،۰۰۰) کورنۍ کیږی پلي سي

کندهار ښاروال د ملي دسترخوان برنامي په تطبیق کي د سپین ږیرو ملاامامانو ځوانانو رول اړین وبلئ او د خلګو څخه یي وغوښتل ترڅو نوموړي کومکي بستې په پوره ایمانداری سره تر مستحقینو ورسوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۲ - ۸:۱۴
Background image

په کندهار ښاروالۍ کي د ۱۴۰۲ مالي کال د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه جوړه سول!

غونده د قران کریم په مبارکو آیاتونو سره راپیل سول.

کندهار ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د ریاست له لوري د ۱۴۰۲ مالي کال د دریو ریاستونو اړوند د لومړۍ ربعي د شفافیت او حساب ورکولو غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۱:۲۲
Background image

شهرداری های مدارس برای آگاهی عمومی از مسئولیت های شهر اقدام به کار می کنند

شهرداری کندهار بروشور آگاهی عمومی را به اعضای کمیته های شهرداری / شهرداری های حسابرسی شهرستان کندهار داده است تا در مورد نظافت و پاکیزگی محیط شهری ، به دانش آموزان مدرسه و جامعه خود. . .

BACK TO NEWS

په کندهار ښار کي د ملي دسترخوان برنامه پیل سول.